ننګرهار پوهنتون کې د داير شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ هم په بريا سره پای ته ورسېده.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۹
Picture

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د جوړ شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ، چې د کنفرانس د محتوا اړوند د ګډونوالو علمي او تحقيقي مقالو ته ځانګړې شوې وه، په ترڅ کې يې ۱۰۰ تنو افغاني او بهرنيو څېړونکو او متخصصينو د ننګرهار پوهنتون په ٦ تالارونو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو په شتون کې خپلې مقالې او څېړنې ارايه کړې.

د مقالو وړاندې کوونکو استادانو او څېړونکو افغانستان کې د اقليمي بدلون پر لاملونو، منفي اغېزو، فهرستونو، د افرادو او مسؤلينو پر مکلفيتونو او د حل لارو چارو په هکله معلومات ارايه کړل.

يادو څېړونکو د اقليم بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره د نړيوالو پر همکارۍ ټينګار درلود او د خپلو مقالو وړاندې کولو پر مهال يې اسلامي ام.ارت ته د اقليم بدلون د اغېزو د مخنيوي په برخه کې د اړينو امکاناتو برابرولو، يادې موضوع ته د اوږد مهالې ژمنتيا درلودلو، کافي اندازه بوديجې ځانګړې کولو، دې برخه کې د نورو هېوادونو سره د اړيکو پياوړتيا او د هغوی له تجاربو استفاده کولو او د اقليم اړوند د فعالو نهادونو د تقويه کولو وړانديزونه وکړل.

ټاکل شوې ده، چې د دغه کنفرانس په ترڅ کې به د اقليم بدلون د منفي اغېزو د مخنيوي او کمښت په برخه کې اوږدمهالې او لنډمهالې پاليسۍ او طرحې جوړې او د اسلامي ام.ارت په واک کې به ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې ورکشاپ دایر شو. یاد ورکشاپ ددې پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې مدیریت له لوري د ساینس پوهنځي د غونډو په تالار کې شاوخوا ۵۰ تنو مدیرانو ته دایر شو.

د سيمينار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر قاري  جمیل مُحسن د یاد ورکشاپ په اړتیا او اهمیت خبرې وکړې او پلان یې د وخت او سرچینو څخه د اغېزمنې استفادې او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ازموینې اندېښنو سره د مقابلې لارې چارې) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

یاد سيمینار د لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون ریاست مقام په لارښوونه او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د۱۴ ګونو پوهنځیو جدید الشمول محصلینو ته د ښوونې او روزنې پوهنځي یو تن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

په یاده کاري ناسته کې، چې د لیندۍ په ۱۴ مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او ددې پوهنتون د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو. . .

BACK TO NEWS

User account menu