ننګرهار پوهنتون کې د داير شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ هم په بريا سره پای ته ورسېده.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۹
Picture

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د جوړ شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ، چې د کنفرانس د محتوا اړوند د ګډونوالو علمي او تحقيقي مقالو ته ځانګړې شوې وه، په ترڅ کې يې ۱۰۰ تنو افغاني او بهرنيو څېړونکو او متخصصينو د ننګرهار پوهنتون په ٦ تالارونو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين او ننګرهار پوهنتون رهبرۍ غړو په شتون کې خپلې مقالې او څېړنې ارايه کړې.

د مقالو وړاندې کوونکو استادانو او څېړونکو افغانستان کې د اقليمي بدلون پر لاملونو، منفي اغېزو، فهرستونو، د افرادو او مسؤلينو پر مکلفيتونو او د حل لارو چارو په هکله معلومات ارايه کړل.

يادو څېړونکو د اقليم بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره د نړيوالو پر همکارۍ ټينګار درلود او د خپلو مقالو وړاندې کولو پر مهال يې اسلامي ام.ارت ته د اقليم بدلون د اغېزو د مخنيوي په برخه کې د اړينو امکاناتو برابرولو، يادې موضوع ته د اوږد مهالې ژمنتيا درلودلو، کافي اندازه بوديجې ځانګړې کولو، دې برخه کې د نورو هېوادونو سره د اړيکو پياوړتيا او د هغوی له تجاربو استفاده کولو او د اقليم اړوند د فعالو نهادونو د تقويه کولو وړانديزونه وکړل.

ټاکل شوې ده، چې د دغه کنفرانس په ترڅ کې به د اقليم بدلون د منفي اغېزو د مخنيوي او کمښت په برخه کې اوږدمهالې او لنډمهالې پاليسۍ او طرحې جوړې او د اسلامي ام.ارت په واک کې به ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu