ننګرهار پوهنتون کې د ختیز زون د دولتي پوهنتونونو د امامانو او مبلغانو بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۲۴
image

 

یاده ازموینه د عقرب په ۲۴ او ۲۵ نېټه د شیخ شاکرالله وحدت په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له خوا‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو د ۵ بستونو لپاره له ۳۰ تنو علماوو څخه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د ازموینې د پرانیستې مراسمو ته وینا پر مهال ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د ممتحنه هیئت سره په ګډه یې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدو علماوو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې د ازموینې په ممتحنه هیئت کې د شیخ شاکرالله وحدت تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د ارزیابۍ ریاست ممتحن مولوي محمد هاشم برخه لرله او د ازموینې د انسجام چارې د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچينو آمر حسین احمد سمندر په غاړه وې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۲:۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه پلاوي د کرنې، ژورنالېزم او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د ازموینو بهیر نه لیدنه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، محصلانو چارو مرستيال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د ازموینو مرکزي کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۸:۲۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د اړوندو پوهنځیو د ازموینو کمېټو مسؤلینو د پوهنتون مشرتابه سره غونډه وکړه.

 

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۵:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کمپس د بیرونۍ نما د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

 

په یاده رغنیزه پروژه کې یو کیلومتر او ۱۲ متره پیاده رو، ویاله او په اساسي توګه د پوهنتون د عمومي دروازې جوړېدل شامل دي، چې د جلال آباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د UNOPS ادارې د ۱۲۶۰۰۰ زره. . .

BACK TO NEWS