د ننګرهار پوهنتون مرکزي کتابتون په عصري ډیټابیس او وسایلو سمبال شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۵

د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د کتابتون مدیریت معلوماتي نظام (LMIS) فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې ورسره به د کتابتون چارې په معیاري، منظم او برېښنايي ډول مدیریت کېږي.

د مسؤلینو په وینا، د کتابتون مدیریت دا نظام به د کتابونو، لیکوالانو،کتابتون کاروونکو معلومات، د کتابونو د ورکړې، بېرته اخیستو او موجودیت ریکارډ په برښنايي بڼه ثبت او د احصایوي راپورونو په چمتو کولو سره به د کتابتون کارکوونکو ته د کتابونو، استفاده کوونکو او اړتیاوو په هکله کره معلومات وړاندې کوي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار وویل، دا پرمختګ به استادانو او محصلینو ته د اړتیا وړ علمي سرچینو اسانه موندلو زمینه برابره کړي،کتابتوني خدمتونه به ورسره لا معیاري او وخت سپما شي.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون مرکزي کتابخانه کې د یاد نظام او عصري وسایلو په فعالولو کې د سپین غر خصوصي پوهنتون له تخنیکي همکارۍ مننه وکړه.

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۱:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون مرکزي کتابتون په عصري ډیټابیس او وسایلو سمبال شو.

د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د کتابتون مدیریت معلوماتي نظام (LMIS) فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې ورسره به د کتابتون چارې په معیاري، منظم او برېښنايي ډول مدیریت کېږي.

د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۲:۲۶
Background image

د قرارداد ورکړې په اړه خبرتیا!

ننګرهار پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د پوهنتون د تدریسي روغتون د اکسیجن، لابراتواري او رادیولوژي موادو د تدارک (MOHE/NU/1405/NCB/G-5) نمبر قرارداد چې مجموعي قیمت یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ۱۳۰ تنه محصلین د ویناوالۍ روزنیز کورس څخه فارغ شول.

یاد کورس چې څلوېښت ورځې یې دوام وکړ، د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته جوړ شوی و.

د کورس روزونکو په وینا، له دې روزنیزې برنامې فارغ. . .

BACK TO NEWS

User account menu