ننګرهار پوهنتون کې د ختیز زون د دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د ۷۹ کادري بستونو لپاره له ۳۷۶ تنو کاندیدانو د عربي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۹:۳۸
image

 

یاده ازموینه د تلې په ۱۳مه نېټه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي څانګې له خوا‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎ په داسې حال کې واخیستل شوه، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د ادبیاتو پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي او اداري معینانو هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي د مستقیم نظارت او لارښوونو په رڼا کې یې د عربي څانګې د استاذانو او ټاکل شوي ممتحنه هیئت سره په ګډه د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د اداري او مالي چارو معین مولوي محمد حامد حسیب، د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو کاندیدانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخلي، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu