ننګرهار پوهنتون کې د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۸:۲۷
image

 

یاده نمانځغونډه ددې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د انګلیسي څانګې او د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو مرکز (ELCLC) په نوښت د محصلینو خدمتونو د انسجام په مرکز کې جوړه شوې وه.

غونډې ته د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د ژبو د زده کړې په ارزښت خبرې وکړې او انګلیسي ژبه یې په نړیواله کچه د علومو، فنونو، ټکنالوژۍ او صنعت ژبه یاده کړه، چې په وینا یې له زده کړې پرته یې پرمختګ ناشونی او له ستونزو ډک دی.

د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د انګلیسي څانګې آمر پوهنیار محمد اصف امین، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړو مرکز (ELCLC) مسؤل عتیق الله صافی او د انګلیسي څانګې محصل منصور د غونډې نور ویناوال وو، چې د خپلو خبرو پر مهال یې د انګلیسي ژبې د زده کړې اړتیا او اهمیت په ګوته کړ او محصلین د هغې زده کړې ته راوبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu