ننګرهار پوهنتون کې د الکترونیکي تذکرو مرکزونو بستونو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۸:۱۳
image

 

د مسؤلینو په وینا، په نوموړې ازموینه کې (۳۰۰۰) تنو داوطلبانو ګډون درلود، چې له دې ډلې به (۲۰۰) تنه یادو بستونو ته استخدام شي.

په هغه پرانيستونکې غونډه کې، چې له همدې امله د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مشرتابه او استاذانو سربېره په کې د ننګرهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسؤلینو او د ازموينو ملي ادارې د راغلي پلاوي غړو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل، چې د کانکور په نننۍ ازموينه کې ۳۰۰۰ تنه ګډونوال برخه لري، چې له دې ډلې به ۲۰۰ تنه د وړتیا او شایسته ګۍ د اصل له مخې یادو بستونو ته لار پیدا کړي.

پوهاند بهسودوال راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي.

د ازموينې ملي ادارې د پوښتنو بانک رئیس او د کانکور د راغلي پلاوي مشر پوهنیار سيد روضت الله مجيد د ازموینې د تخنیکي مسایلو د تشریح تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس د خپلو مرستیالانو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه هم وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۸:۱
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د علمي او ادبي آثارو ویبپاڼې پرانیسته شوه.

 

(خادم مېنه) په نوم یاد ویبسایټ د ارواښاد استاد خادم د کورنۍ او مینه والو له خوا پر لیکه شوی او د پښتو ادب د یاد ستوري علمي، ادبي او فلسفي اثار په کې خوندي شوي، چې د غبرګولي په ۱۲مه د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۷:۵۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز نوی مسؤل د یاد مرکز منسوبینو ته وروپېژندل شو.

 

د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنیار محمد ملیار رحماني د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د دې پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) د نوي آمر په. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۷:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس ددې پوهنتون د مشرتابه له خوا وستایل شو.

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل، چې د یاد پوهنځي د ودانۍ پروژې په منظورۍ، تطبیق، د چارو نظارت او بشپړتیا په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې. . .

BACK TO NEWS