ننګرهار پوهنتون کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو او د جوبایډن د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وشوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۸:۵۲
imamge

 

یاد کنفرانس د کب په ۲مه نېټه ددې پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، چې ویناوالو په کې د امریکايي چارواکو له خوا د افغانستان د بې وزله ملت د شتمنیو د کنګل کولو د ناوړه اغېزو او د دغه ظالمانه اقدام د حقوقي او اقتصادي اړخ په هکله مقالې او ویناوې واورولې.

په نوموړي علمي کنفرانس کې د پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستيالانو، د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو، محصلینو او د پوهنتون اداري کارکوونکو برخه لرله.

د کنفرانس د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کول او د سپتمبر د ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکول وغندل او دغه فرمان یې یو غیر قانوني اقدام او د ټولو نړیوالو اصولو او معاهداتو خلاف عمل وباله.

نوموړي وویل: د تېرو څه دپاسه څلورو لسیزو په موده کې افغانان په ناحقه ځورول شوي او هیواد یې د بهرنیو د یرغلونو او مداخلو په پایله کې ویجاړ شوی، دوی په نړیواله ټولنه حق لري، چې مرستې ته یې را ودانګي، نه دا چې نور اقتصادي بندیزونه پرې ولګېږي او شتمنۍ یې وتروړل شي.

د کنفرانس په دویمه برخه کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهاند دکتور محمد مصطفی نیازي، د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنوال دکتور نجیب الله صالح او د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنوال حمدالله نظامي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې حقوقي او شرعي حیثیت او پر افغانانو یې د ناوړه اغېزو د ارزونې په اړه ترتیب شوې مقالې او ویناوې واورولې.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو له خوا په ۸ مادو کې پرېکړه لیک صادر او د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب له خوا د رسنیو په وړاندې ولوستل شو، چې په کې د امریکايي چارواکو له خوا د افغانانو د شتمنیو کنګل کول او تروړل غندل شوي وو او یاد عمل د نړیوالو حقوقو او اصولو خلاف عمل بلل شوی او د امریکا د ولس او ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتل شوي ؤ، چې د یادې ظالمانه پرېکړې په وړاندې ودرېږي او کنګل شوې شتمني د افغانانو په واک کې ورکړل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu