ننګرهار پوهنتون کې دوه حلقې ژورې څاه ګانې له جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۸:۲۷
Pic

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، يادې څاه ګانې د مرسته کوونکي لاسونه (HHRD) خیریه بنسټ د ۲۴۰ زره افغانیو په مالي مرسته د مرکزي لیلیې محصلینو لپاره جوړې شوې دي.

د يادو ژورو څاګانو د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمد قاسم هاشمي او د (HHRD) خیریه بنسټ د اوبو رسولو څانګې مسؤل ډاکتر طارق نور برخه لرله.

د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د (HHRD) خیریه بنسټ د مشرتابه مننه وکړه، چې د پوهنتون د لیلیه محصلینو لپاره یې یادې څاګانې جوړې کړې.

پوهاند بهسودوال یاده چاره جاریه صدقه وبلله او مرسته کوونکو ته یې د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.

د پوهنتون رئیس د یاد خیریه بنسټ مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، د دې څاګانو لپاره دې یوه لویه ذخیره او د پاکو اوبو فلتر سیستم هم جوړ کړي، چې د نوموړي بنسټ د مسؤلینو له خوا د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د اړیکو، نشراتو او عامه پوهاوي آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۴:۵۱
Background image

قراردادي خبرتیاوې!

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ماسترۍ برنامې څخه ۲۷ تنه فارغ شول.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره او تجارت څانګې ماسترۍ برنامې (اېم بي ای) څخه په ۷ مه دوره کې (۲۷) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل.

په همدې مناسبت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نوې لیلیې نیمه کاره ودانۍ پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.

د ننګرهار پوهنتون په داخلي کمپس کې د نوې لیلیې شپږ پوړیزه ودانۍ، چې چارې یې نوي سلنه ترسره شوي، پاتې کارونه یې پیل شول.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د یادې رغنیزې پروژې لګښت دولس. . .

BACK TO NEWS

User account menu