ننګرهار پوهنتون سره د ۲۵۰ مېوه لرونکو او زینتي بوټو مرسته وشوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۴۴
iamge

 

د نيالګيو ياده مرسته، چې ۱۰۰ د زیتونو، ۵۰ د لوکاټو او ۱۰۰ زینتي بوټي په کې شامل وو، د روښان لوړو زده کړو موسسې د ادارې له خوا شوې وه، چې د یادې موسسې د رئیس ښاغلي فاتح ګل شینواري او د علمي چارو مرستیال توریالي همت له خوا د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ته وسپارل شوه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د روښان لوړو زده کړو موسسې د مشرتابه مننه وکړه، چې د ننګرهار پوهنتون په سمسورتیا او سرسبزۍ کې یې برخه واخیسته.

نوموړو د نیالګیو مرسته او کر جاریه صدقه وبلله او ټولو هغو ښاغلو ته یې، چې په دې برخه کې هلې ځلې کوي، د الله تعالی له درباره د اجر غوښتنه وکړه.

د مجلس په پای کې مرسته شوي نیالګي د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو، استادانو او محصلینو له خوا په ټاکل شویو ځایونو کې وکرل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu