ننګرهار پوهنتون خپل یو تن خدمتګار وستایه

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۱۴
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او د علمي شورا غړو له خوا ددې پوهنتون د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار انجنیر محمد شاکر فاروقي د هلو ځلو او خدمتونو قدردانی وشو.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ښاغلي فاروقي په هلو ځلو او خدمتونو رڼا واچوله.

نوموړي وویل: استاد فاروقي د خپل پوهنځي، لیلیو مدیریت، د پوهنتون د رغنیزو پروژو د څارنې، سرکونو او پارکونو جوړولو، مرستو راجلبولو او نورو بېلابېلو علمي، تدریسي او اداري برخو کې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې، چې دا لړۍ لاهم دوام لري.

پوهاند بهسودوال د ښاغلي فاروقي هڅې وستایلې او د تقدیر په موخه یې نوموړي ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا رالېږل شوې درېمه درجه تقدیر نامه ورکړه او همدارنګه یې د پوهنتون له خوا نوموړي ته د اعزاز پګړۍ پر سر کړه.

پوهنیار فاروقي د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت مقام مننه وکړه، چې د نوموړي هڅې یې تقدير کړې او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به په راتلونکې کې هم ددې ستر اکاډمیک مرکز خدمت کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په چوکاټ کې د کونړ سید جمال الدین افغاني په پوهنتون کې سولې مرکز په فعالیت پیل وکړ.

 

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د سیدجمال الدین پوهنتون د غونډو تالار کې جوړه شوې وه،د یاد پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري وویل:«د خوشحالۍ ځای دی چې د ننګرهار پوهنتون په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه

 

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړي مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري او د تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول

 

په نوموړو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي،. . .

BACK TO NEWS