ننګرهار پوهنتون خپل یو تن خدمتګار وستایه

nu_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۹:۱۴
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او د علمي شورا غړو له خوا ددې پوهنتون د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار انجنیر محمد شاکر فاروقي د هلو ځلو او خدمتونو قدردانی وشو.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو ته وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ښاغلي فاروقي په هلو ځلو او خدمتونو رڼا واچوله.

نوموړي وویل: استاد فاروقي د خپل پوهنځي، لیلیو مدیریت، د پوهنتون د رغنیزو پروژو د څارنې، سرکونو او پارکونو جوړولو، مرستو راجلبولو او نورو بېلابېلو علمي، تدریسي او اداري برخو کې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې، چې دا لړۍ لاهم دوام لري.

پوهاند بهسودوال د ښاغلي فاروقي هڅې وستایلې او د تقدیر په موخه یې نوموړي ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا رالېږل شوې درېمه درجه تقدیر نامه ورکړه او همدارنګه یې د پوهنتون له خوا نوموړي ته د اعزاز پګړۍ پر سر کړه.

پوهنیار فاروقي د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت مقام مننه وکړه، چې د نوموړي هڅې یې تقدير کړې او ژمنه یې وکړه، چې په خپل ټول توان سره به په راتلونکې کې هم ددې ستر اکاډمیک مرکز خدمت کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu