لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار مېشتو

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۲۳
picture

خصوصي پوهنتونونو د مشرتابه، استادانو او محصلینو سره غونډه وکړه.
یاده ستره غونډه، چې د لړم په ۱۵ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، ددې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو، استادانو او محصلینو سربېره په کې د ولایتي ادارې یو شمېر رئیسانو او علماء کرامو ګډون کړی و.
د غونډې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنتونونو څخه د اسلامي نظام د غوښتنو، تحصیلي بنسټونو پیاوړتیا، د تدریس او زده کړو کیفیت لوړاوي، استادانو او محصلینو فعالیتونو اغېزمنتیا په اړه خبرې او سپارښتنې وکړې.
د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، ورسره مل پلاوي، د ټولو اکاډمیکو بنسټونو او ولایتي ادارو مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښوده، چې د تحصيلي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه دا ډول ناسته جوړه شوې ده.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه مننه وکړه، چې د هېواد پوهنتونونو ته د ستونزو حل او د هغوی د تقویت په موخه سفرونه کوي او د ننګرهار پوهنتون وروستي پرمختګونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه یې د قدرمن وزیر صاحب او نورو مشرانو سره شریک کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د خپلې وینا پر مهال د علم په ارزښت او ټولنه کې د اکاډمیکو اشخاصو پر نقش خبرې وکړې او د دین، نظام او ټولنې پر وړاندې یې د هغوی د مکلفیتونو او مسؤلیتونو یادونه وکړه. 
نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل: په پوهنتونونو کې فکري، ژبني او مذهبي تعصب ته ځای نه شته او دا د هر مسلمان دنده ده، چې د خپلو رسمي چارو او مسلکي زده کړو تر څنګ په دیني او شرعي اموراتو کې ځانونه تر کماله ورسوي. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په وینا د هېواد په ابادۍ کې د علمي کادرونو له پوهې، وړتیاوو او مهارتونو څخه ګټه اخیستل د اسلامي امارت ستره هیله ده او له دې پرته له هغوی څخه بله تمه نه لري.
محترم سرپرست وزیر د پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو ته د پوهنتوني چارو معیاري کېدا، عالي درسي مېتودونو کارونې، د محصلینو جامع تربیت، څېړنیزو او علمي هڅو پراختیا کې وحدت قایمولو او محصلینو ته د وخت ضایع کوونکو څيزنو څخه د ځان ساتنې او خپلو مسؤلیتونو ته د متوجه کېدلو سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی، د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي او شیخ الحدیث امیر الرحمن نعماني د غونډې نور ویناوال وو، چې د بېلابېلو دیني او علمي موضوعاتو اړوند یې خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار او خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه دا مجلس عمومي و او له دې وروسته به قدرمن وزیر صاحب د استادانو او محصلینو ستونزو د اورېدلو په موخه هغوی سره جلا جلا ناستې ولري.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu