طب پوهنځی د تدريس او محصلينو د ارزونې ميتودونه

دطب پوهنځي کریکولم دوه برخې لري ( عملي او نظري ) نظري تدریس تر څنګ عملي تدریس هم شامل دی ، عملي برخه ېي په لابراتوارونو ، روغتون ( تدریسې روغتون ، حوزوي روغتون ، دپښتورګو ملې روغتون ) کې ترسره کيږي . تدریس میتود ېي لکچرونه ، OBE او SCL په ميتود ترسره کيږي. 
د کیفیت د تضمین د 7 معیار مطابق د  د هر سمستر په یولسمه او دیارلسمه اونۍ کې د تضمین کیفیت کمېټې او څانګو لخوا د  د استاد د تدریس څخه ارزونه ترسره  کیږي. د ارزونې د پايلو فیدبک له استاد سره شریکیږي ترڅو په راتلونکي سمستر کې یادې شویو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.
د محصلینو ارزونه:
د لوړو زده کړو بنسټونو د کریدیت سیستم د لایحې  له مخې د محصلینو ارزونه په لاندې ډول ترسره کيږي . 
ورځنۍ ارزیابي، کورنۍ دندې، صنفي فعالیت او عملي کار : 20 نمرې .
د سمستر  منځنۍ  ازموینې : 20 نمرې .
د سمستر ورستۍ یا فاینل ازموینې:  60 نمری
يادونه : هغه مضامين چې عملي تدریس نه لري : فاینل ازموينه: ۸۰ نمری

 

User account menu