روښان لوړو زده کړو مؤسسې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د یو شمېر وسایلو مرسته وکړه.

nu_admin
picture
یاده مرسته، چې په کې ۴۰ چوکۍ، یو سیټ کوچ، درې پایې ۷۵ انچه سکرینونه او دوه پایې پرېنټرونه شامل دي، د روښان لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو له لوري د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته وسپارل شوه. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظیمي د یادې مرستې له کبله د روښان لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مرسته نه یوازې د طب پوهنځي فزیکي امکاناتو ښه والي کې مرسته کولی شي ، بلکې د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ د متقابلو علمي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ته لار هواروي. نوموړي د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو همکاریو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی به روښان لوړو زده کړو موسسې سره د څېړنو، تضمین کیفیت او د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې برنامو جوړولو برخه کې مرسته او همکاري وکړي.

کارموندنه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵
Background image

دتدريسي روغتون اړوند د داخله ډاکټر دبست اعلان!

په شرايطو برابر نوماندان کولای شي چې په ياد خالي بست کې د نوم ليکنې په موخه د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره يوځای دِغوښتنې ځانګړې فورمې د ډکولو په موخه دننګرهار پوهنتون د مالي او اداری . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۸:۲۳
Background image

دساينس پوهنځي د جيولوجي معادن څانګې د کادر بست اعلان!

داوطلبان کولاي شي چې ياد علمي کادر بست  ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د وزارت له ويبپاڼې څخه د همدې اعلان . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۹
Background image

دکمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې د کادر بست اعلان

داو طلبان کولای شي چې ياد علمي کادربست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې ، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، دلوړو زده کړو وزارت له ويب پاڼې څخه د . . .

Back to announcements

User account menu