روښان لوړو زده کړو مؤسسې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د یو شمېر وسایلو مرسته وکړه. nu_admin https://nu.edu.af/dr/node/1850 یاده مرسته، چې په کې ۴۰ چوکۍ، یو سیټ کوچ، درې پایې ۷۵ انچه سکرینونه او دوه پایې پرېنټرونه شامل دي، د روښان لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو له لوري د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته وسپارل شوه. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال محمد عظیم عظیمي د یادې مرستې له کبله د روښان لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مرسته نه یوازې د طب پوهنځي فزیکي امکاناتو ښه والي کې مرسته کولی شي ، بلکې د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ترمنځ د متقابلو علمي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا ته لار هواروي. نوموړي د پوهنتونونو تر منځ د متقابلو همکاریو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی به روښان لوړو زده کړو موسسې سره د څېړنو، تضمین کیفیت او د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې برنامو جوړولو برخه کې مرسته او همکاري وکړي.