رئیس لنډه پیژندنه

د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د رئيس پوهندوی صفت الله شاکر لنډه پېژندنه

پوهندوی صفت الله شاکر د عبدالقادر زوی په ١٣٦۵ لمريز کال د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د شولانې کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د خپل کلي شولانې په ابتدایه ښوونځي کې پیل کړې او په ۱۳۸۱ لمریز کال کې د چپرهار عالي لېسې څخه فارغ شو.

د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته بريالى شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي د کېمیا او بیولوژي څانګې څخه په ١٣٨۷ کال کې ترلاسه کړ. د همدې کال د ميزان ۲۱ نېټه يې د نورستان ولايت په عالي دارالمعلمين کې د استاد په حيث دنده پيل کړه، چې د نږدې يو کال تدريس څخه وروسته د ايران هېواد د شهيد رجائي پوهنتون ماسترۍ پروګرام ته بريالی شو او په ۱۳۹۰ کال يې د ماسترۍ پروګرام په بريا سره بشپړ او بېرته خپل ګران هېواد ته راستون او د نورستان د عالي دارالمعلمين څخه د ښوونکو د روزنې لوی رياست د ساينسي علومو اکاډمۍ ته د مسلکي غړي په توګه ور وپېژندل شو.

ښاغلي شاکر په ياده اداره کې د يو کال خدمت وروسته د ازادې سیالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د ساينس پوهنځي کېميا څانګې په علمي کادر کې شامل شو.

پوهندوی شاکر د ۱۳۹۵ - ۱۳۹۷ کلونو په اوږدو کې د لوړوزده کړو وزارت د ازموينو په ملي اداره کې د غړي او د ننګرهار پوهنتون د استازي په توګه هم دنده تر سره کړې ده، چې د ښه فعاليت له امله د لوړو زده کړو وزارت له خوا په تقديرنامه هم ستايل شوی دی.

ښاغلی پوهندوی صفت الله شاکر په ۱۳۹۷ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام په غوښتنه، د لوړو زده کړو وزارت په وړانديز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم په اساس د ساينس پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو، چې له یادې نېټې راهیسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

اړيکې:  

0093(0)786374170       

sifatullah1984shakir@gmail.com