رئیس لنډه پیژندنه

د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اجمل ستانکزي لنډه پېژندنه

image

پوهنمل محمد اجمل ستانکزی د حاجي محمد صادق زوی په ۱۳۵۷ لمريز کال د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د ککړک په سيمه کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د لرې پښتونخوا په کرم ایجنسۍ صده کې پیل او په ۱۳۷٤ لمريز کال د سره رود ولسوالۍ اړوند د امرخېلو له عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی.

د ۱۳۷۵ لمريز کال د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي ته بریالی او په ۱۳۸۰ لمريز کال کې د نوموړي پوهنځي له سیول څانګې څخه فارغ شو. په ۱۳۸۱ کال کې د ننګرهار پوهنتون انجینري پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو. په ۲۰۰۹ زيږديز کال د ماسترۍ د یوه تحصیلي بورس له لارې د امریکا متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت د ساندیاګو په پوهنتون کې د سیول په څانګه کې شامل او په ۲۰۱۱ کال  کې يې له نوموړي پوهنتون څخه د سیول انجینري په څانګه کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ.

ښاغلی ستانکزی 2008 میلادي کال کې د یوې لنډې مودې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سانتیاګو په پوهنتون کې د تدریس مېتود او کریکولم په انکشافي کورس کې ګډون وکړ. همدارنګه یې په 2014 کال کې د جاپان هېواد د اوکینوا ایالت د ریکویس په پوهنتون کې (Seismic Vulnerability of Traditional Houses in Afghanistan)  سرلیک لاندې ریسرچ ترسره کړ، چې نوموړی ریسرچ د Architectural Institute of Japan  په کلني ژورنال کې چاپ شو.

نوموړی په2016-17  کال د کریکولم د ډیزاین او تدریسي موادو تهیه کولو په موخه د هندوستان هېواد چینای ښار ته لاړ او نوموړی دوه میاشتنی کورس یې په بریالیتوب سره بشپړ او بېرته خپل هېواد ته راستون شو.   

ښاغلى ستانکزى په ۱۳۹۵/۴/۷ نېټه د ننګرهار پوهنتون رياست مقام په وړاندیز او د لوړو زده کړو د محترم وزارت په منظورۍ د انجنیري پوهنځي د مرستیال او په ۱۳۹۷/۲/۹ نېټه د لوړو زده کړو وزارت مقام په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ د یاد پوهنځي د رئیس په توګه تعین او تر دې دمه د تدریس تر څنګ د پوهنځي د ریاست دنده هم پر مخ وړي.

اړیکې:

0093(0)780630860

ajmal.afg2010@gmail.com