د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د ننګرهار پوهنتون د استادانو له خوا لیکل شوې مقالې او څېړنې د ټاکل شوې کمېټې له خوا وارزول شوې.

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۹:۲۵
image

 

یادې مقالې د کرنې، اقتصاد، انجنیري، شرعیاتو او ښوونې او روزنې پوهنځیو د استادانو له خوا د کمال خان بند د کرنیز، سیاسي، اقتصادي، شرعي او تاریخي ارزښت په اړه لیکل شوي دي.

د چمتووالي کمېټې د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه، چې د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د کرنې، انجنیري، اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو په کې برخه لرله.

د مجلس غړو ترسره شوې څېړنې مثبتې وارزولې او پرېکړه وشوه، چې یادې څېړنې او علمي مقالې به په ننګرهار پوهنتون کې د کمال خان بند په اړه جوړېدونکي علمي کنفرانس کې د ارایه کېدو سربېره د اوبو د تنظیم ملي ادارې ته هم ولېږل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۹ - ۸:۹
Background image

د وړ او په کار پوه مسلکي کادرونو د روزنې لپاره اړینه ده، چې معیاري او د ټولنې غوښتنو ته ځواب ویونکی نصاب او کریکولم ولرو.

 

د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون محترم استادان باید د نصاب د معیاري کېدا لپاره هلې ځلې وکړي، وخت په وخت نوي مسایل په کریکولم کې ځای پر ځای او د تیوري تر څنګ د محصلینو عملي. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۳۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړي کاري مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۸:۲۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۰ تحصيلي کال کانکور ازموينې د اخيستلو بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

 

د کانکور د بایومتریک او ازموینې پروسه د غويي په ۵ مه پیل او په ۱۱مه نېټه د ۷ ورځو په موده کې پرته له کومې جزوي او جدي ستونزې پای ته ورسېده، چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولايت د دولسمو. . .

BACK TO NEWS