د ننګرهار پوهنتون (۱۰۵)تنه محصلين د ويناوالۍ له کورس څخه فارغ شول.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۲:۱۷
picture
یاد کورس، چې دوه میاشتې یې دوام وکړ؛ د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو ۱۰۵ تنو محصلینو ته په اقتصاد پوهنځي کې جوړ شوی و. فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د ښې ویناوالۍ په اهمیت او ګټو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د یاد مهارت په ترلاسه کولو سره محصلین کولی شي خپله پوهه او مهارتونه په اغېزناکه توګه تر نورو ورسوي. نوموړي محصلین وهڅول، چې دا ډول برنامې تعقیب کړي تر څو پر ځان او خپلې وینا باوري شي او راتلونکي کې د خلکو پر وړاندې د یوې موضوع اړوند منطقي او قانع کوونکې خبرې وکړای شي. د غونډې پر مهال ۳ تنو محصلینو پر خپلو ټاکلو موضوعاتو ویناوې وکړې، چې د غونډې ګډونوالو له خوا وستایل شول. د ویناوالۍ د یاد کورس استاد محمد مخدوم عیاض یاد کورس له لاسته راوړنو ډک او مؤثره وباله او د کورس پر مهال یې د محصلینو د کوښښونو ستاینې تر څنګ د پوهنتون له رهبرۍ غوښتنه وکړه، چې د غوره ویناوالۍ ارزښت ته په کتو دې د دې مهم مهارت د زده کړې زیات فرصتونه برابر کړي. د غونډې په پای کې د پوهنتون رهبرۍ او نورو مسؤلینو پر فارغو محصلینو تصدیقونه ووېشل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu