د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د قربانۍ مسایلو په هکله سيمینار وړاندې شو.

ashraf_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۲
انځور

د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د قربانۍ احکامو او شرعي مسایلو په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دعوت او ارشاد مبلغ مولوي نجیب الله ثاقب اداري کارکوونکو ته د سهارني درس پر مهال وړاندې کړ، پر مهال یې د قربانۍ پېژندنه، شرعي طریقه، فضیلت، اهمیت، شرایط، د مشروعیت فلسفه، قربانۍ کې د خلکو عامې تېروتنې او نور مسایل د قرانکریم او نبوي احادیثو په رڼا کې تشریح او په اړه یې معلومات ورکړل.

په پای کې د سیمینار ګډونوالو پوښتنې ځواب شوې او ورته سپارښتنه وشوه، چې د قربانۍ احکام په ښه توګه زده او عملي کړي.

سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (۲۶۵) تنه محصلین د کمپیوټر کورس څخه فارغ شول.

د مسؤلینو په وینا، یادو محصلینو ته یې د څلورو میاشتو کمپیوټري زده کړو وروسته د عملي او تحریري ازموینو په پایله کې د فراغت سندونه ورکړل.
یاده برنامه د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۳:۵۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو څخه په پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې سیالۍ پایلې اعلان او له حفظ حلقې څخه د فارغو محصلینو دستار بندي ترسره شوه.

د ننګرهار پوهنتون څوارلس ګونو پوهنځیو له ګڼو محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه پنځو فرامینو کتاب کې د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او همدارنګه د دعوت او ارشاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۳۸
Background image

ننګرهار پوهنتون خپل غوره څېړونکي، مقاله لیکونکي استادان او نوښتګر محصلین وستایل.

د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو معاونیت د بېلابېلو پوهنځیو ۱۳ تنه غوره څېړونکي، ۲۴ تنه د داخلي او نړیوالو کنفرانسونو ګډونوال مقاله لیکونکي استادان او ۲۲ تنه نوښتګر محصلین د یوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu