د ننګرهار پوهنتون نویو استخدام شویو اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۲:۱۷
PICture

یاد ورکشاپ د دې پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د ظرفیت لوړونې عمومي مدیریت په نوښت د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز PDC کې جوړ شوی ؤ، چې د بېلابېلو څانګو ۲۰ تنو مامورینو په کې برخه لرله.

په یاد دوه ورځني ورکشاپ کې د اداري مراسلاتو، ارزونې فورمو او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه، چې د روزنې چارې یې د ننګرهار پوهنتون بشري سرچینو آمر حسین احمد سمندر او د اسنادو او سوانحو عمومي مدیر محب الله عمر له خوا پر مخ وړل کېدې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu