د ننګرهار پوهنتون مشرتابه د وترنري علومو او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو جدیدالشمول محصلینوته په جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۱۵
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس د محصلانو چارو مرستیال په ملتیا د وترنري علومو او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو جدیدالشمول محصلینو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندنې په موخه جوړو شویو غونډو کې ګډون وکړ او راغلو محصلینو ته یې د نوي علمي سفر او د زده‌ کړو ښه ترسراوي په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د ننګرهار پوهنتون د اهدافو او معیارونو په اړه خبرې وکړې او جدیدالشمول محصلین یې د خپلو زده کړو پر مهال د پوهنتون له امکاناتو څخه سالمې استفادې، استادانو او ټولګیوالو درناوي، د اصولو او مقرراتو رعایت او زده کړو کې کوښښ کولو ته وهڅول.
نوموړو ژمنه وکړه، چې د محصلینو د ټولو حقوقو ملاتړ کوي او هغوی ته به د ښې روزنې په موخه هر راز سهولتونه چمتو کړي. 
د غونډو په پای کې  د یادو پوهنځیو له خوا جدیدالشمول محصلینو ته د پوهنتون او پوهنځیو د کړنلارو، امکاناتو او تدریسي پلانونو په اړه معلومات ورکړل، چې هغوی له تدریسيبهیر او اداري چارو سره بلدتیا ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu