د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لیدنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۱۲
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي یې ملتیا کوله، ددې پوهنتون د پوهنځیو د ارزونې په لړ کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د علمي او اداري چارو لیدنه او ارزونه وکړه.
د لیدنې پر مهال د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي رئیس او د څانګو د آمرینو له خوا د پوهنتون رهبرۍ ته د پوهنځي د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول.
همدارنګه د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي  استاد پوهنمل عبدالرقیب صاحبزاده د یاد پوهنځي د تشکیل، شته امکاناتو، علمي لاسته راوړنو، ظرفیت لوړونې برنامو، موجوده ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه د پوهنتون رهبرۍ ته د پرېزنټېشن په شکل معلومات وړاندې کړل.
د معیاري تدریسي ودانۍ نه شتون، استادانو لپاره د څېړنو ترسره کولو برخه کې د امکاناتو کموالی، تدارکاتي پروسه کې ځنډ او د ماسترۍ برنامو نشتوالی هغه ستونزې وې، چې د یاد پوهنځي مسؤلینو یې د پوهنتون له رئیس څخه د حل غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال د خپلو ویناوو پر مهال دعامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي په علمي او تدریسي فعالیتونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده، د چارو د لاښه والي په موخه یې ورته اړینې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ. 
د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبري پلاوي د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د ډیپارټمنټونو، تدریسي او اجرائیه مدیریتونو، کتابتون، کمپیوټر لیب او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د چارو د ښه والي په موخه یې یو شمېر ډیپارټمنټونو ته نوي مسؤلین معرفي کړل.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د اخیستنې بهیر پیل شو.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د کانکور په یاده درې ورځنۍ ازموینه کې به د دې ولایت د دولسمو ټولګیو له (۹۲۵۰) تنو فارغانو څخه ازموینه واخیستل شي.

په همدې مناسبت د ثور میاشتې په ۳۱ مه نېټ. . .

BACK TO NEWS

User account menu