د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د پروپوزل، مونوګراف او تېزس لیکنې ۳ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۲۹
picture

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت او محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت له خوا د بېلابېلو پوهنځیو (۴۵) تنو محصلینو ته د پوهنتون مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې جوړ شوی و. 

د ورکشاپ پر مهال محصلینو ته د روزونکو استادانو له لوري د پروپوزل، مونوګراف او تېزس لیکنې ټول علمي او مسلکي اړخونه تشریح او پر هغوی یې عملي تمرینونه ترسره کړل.

ورکشاپ کې همداراز د یادو موضوعاتو اړوند اړین بحثونه او د محصلینو پوښتنې هم ځواب شوې.

د یاد ورکشاپ د روزنې چارې د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل دوکتور فهیم رحیمي او د ساینس پوهنځي استاد پوهنمل عارف الله ضیاء ترسره کړې.

ورکشاپ ګډونوالو محصلینو ته د سندونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون او الفلاح پوهنتون ترمنځ د ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دغه درې کلن تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه د مهمو علمي او څېړنیزو موضوعاتو په اړه ګډې څېړنې ترسره کوي، استادانو او محصلینو ته به د څېړنیزو فعالیتونو لپاره. . .

BACK TO NEWS

User account menu