د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۸:۵۳
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د کب په ۲۵مه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل او همدارنګه یې د نهايي سمستر د درسونو او ازموینو د موفقانه ترسراوي په پار د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو او د ازموینو کمېټې د مسؤلینو څخه مننه وکړه.

نوموړي دغه راز د پوهنځیو مسؤلینو ته د نوي سمستر د درسي بهیر د پیل لپاره، چې د وري په ۲مه به پیل شي، د اړین چمتووالي لارښوونه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي په خپلو خبرو کې د کلنۍ بیاکتنې په موخه د پوهنځیو د شوراګانو او کمېټو د کړنو او ارزونو د راپورونو لېږلو، د درسي پلانونو او مهالوېش جوړولو، په خپل وخت د فارغانو د جدولونو ترتیبولو او د محصلینو له خوا د پوهنځیو او لیلیو د نظم او دسپلین د رعایتولو په اړه د مجلس ګډونوالو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

ورپسې د پوهنتون تدریسي روغتون رئیس پوهنوال ډاکتر همایون چهاردیوال د روغتون د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې کړ، چې د شورا د غړو له خوا مثبت ارزیابي شو.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک د ۱۵ کیسونو او ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu