د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه فارغو ستاژر ډاکترانو ته د (څېړنې میتودولوژي) ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۱:۱
picture

یاد ورکشاپ د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د طب پوهنځي د بېلابېلو څانګو څخه فارغو (۶۰) تنو ستاژر ډاکترانو ته دایر شو، چې د روزنې چارې یې د همدې پوهنځي درې تنه استادان پر مخ وړي.
په طب پوهنځي کې د دې جوړ شوي ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د څېړنې په ارزښت او څېړونکو مسؤلیتونو باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې څېړنه د معلوماتو تکرار نه بلکې د پلټنې یو علمي پروسه ده، چې له لارې یې نوې پوښتنې رامنځ ته کېږي، نامعلوم اړخونه روښانه کېږي، نوي علمي حقایق کشفیږي او دا چاره هر مسلک ته علمي هویت او د ودې زمینه برابروي.
نوموړي د طب پوهنځي رهبرۍ، ورکشاپ روزونکو استادانو او تنظیموونکو څخه مننه وکړه او د ورکشاپ ګډونوالو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د طبابت ارزښت او انساني خدمت اهمیت ته په کتنې دې خپله اړونده برخه کې علمي تحقیقاتو ته زیاته پاملرنه وکړي، د روغتیايي سیستم پیاوړتیا او د خلکو صحي ژوند بهبود لپاره دې کار او علمي نوښتونه ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي رئیس پوهنوال ډاکتر محمد عظیم عظیمي او د یاد پوهنځي مشر استاد پوهاند ډاکتر خلیل احمد بهسودوال په خپلو ویناوو کې فارغو ستاژر ډاکترانو ته د دایر شوي ورکشاپ پر ګټو خبرې وکړې، ورکشاپ یې د هغوی تحقیقاتي ظرفیت او مهارتونو پیاوړتیا لپاره ډېر مهم وباله او محصلین یې یاده برخه کې عملي کار، معلوماتو پراختیا او زیاتو هلو ځلو ترسراوي ته وهڅول.
د دې ورکشاپ پر مهال به روزونکي استادان پوهنوال علي جان عادل، پوهنمل ډاکتر صداقت مومند او پوهنمل ډاکتر عبدالغفار شېرزاد د څېړنې اساسي مفاهیمو، موضوعاتو انتخاب، ډولونو، مراحلو، معلوماتو راټولولو میتودونو او تحلیل، اخلاقي معیارونو، پرپوزل، راپور لیکنې او نورو مسایلو په اړه معلومات وړاندې او په ګډونوالو به عملي کارونه ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu