د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد پوهاند دکتور دل آقا وقار د اکاډمیکو خدمتونو قدردانی وشو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۸:۵۰
image

 

د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي استاد او د فقهې او قانون دکتورا برنامې آمر پوهاند دکتور دل آقا وقار د علمي اثارو او اکاډمیکو خدمتونو په ویاړ نمانځغونډه جوړه شوه.

یاده نمانځغونډه د ننګرهار پوهنتون او اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د چنګاښ په ۱۳مه نېټه د اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشرتابه او مسؤلینو سربېره په کې د ولایتي ادارې مسؤلینو، علماوو، د پوهنتون استادانو او محصلینو، فرهنګیانو، قومي مخورو او ټولنیزو شخصیتونو، ښوونکو او زده کوونکو او د رسنیو استازو برخه لرله.

غونډې ته د وینا پر مهال د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت پوهاند وقار د هېواد او سیمې په کچه ستر دیني پوه او عالم یاد کړ، چې په وینا یې، د ژوند زیاته برخه یې د دیني او علمي اثارو په لیکلو او د علمي کادرونو په روزنه کې تېره کړې او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

نوموړي وویل: پوهاند وقار د ننګرهار پوهنتون د استادۍ سربېره د پاکستان د نړیوال اسلامي پوهنتون او یو شمېر نورو علمي مرکزونو پیاوړی استاد پاتی شوی او د دیني علومو په برخه کې د ګڼو اثارو د لیکلو او د زرګونو کادرونو د روزلو ویاړ لري.

نوموړي د ننګرهار پوهنتون او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشرتابه مننه وکړه، چې د دکتور وقار نمانځغونډه یې جوړه کړه او د دغه ډول غونډو جوړېدل یې د اکاډمیکو او مبتکرو شخصیتونو د تقدیر، تشویق او هڅونې لپاره ښه فرهنګ وباله.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي امان الله عادل، د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهاند دکتور اسرارالحی منیب، د یاد پوهنځي استاد پوهندوی سید احمد هاشمي، د کانال ریاست مرستیال مولوي معاذالله او دیني عالم مولوي حمیدالله د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو د پوهاند دکتور دل آقا وقار د شخصیت، علمي اثارو او اکاډمیکو خدمتونو په اړه خبرې وکړې او مسؤلو چارواکو او بنسټونو ته یې وړاندیز وکړ، چې د محترم استاد له خوا لیکلي اثار دې په زیات تیراژ کې چاپ او تر خلکو ورسوي.

ورپسې د ننګرهار پوهنتون او اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو او د ځینو تحصیلي بنسټونو استازو ښاغلي وقار ته د اعزاز پګړۍ پر سر کړې او ستاینلیکونه او ډالۍ یې ورکړې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پوهاند دکتور دل آقا وقار د ننګرهار پوهنتون او اطلاعاتو او کلتور ریاست د مشرتابه او مسؤلینو مننه وکړه، چې د نوموړي په ویاړ یې نمانځغونډه جوړه کړه او د خپلو وروستیو چاپ شویو اثارو (د وقار تفسیر او د بخاري او مسلم شریف شرحې) یې دوه دوه ټوکه د نوموړو ادارو او ځینو نورو تحصيلي بنسټونو مسؤلینو ته ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو. . .

BACK TO NEWS

User account menu