د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په چوکاټ کې د کونړ سید جمال الدین افغاني په پوهنتون کې سولې مرکز په فعالیت پیل وکړ.

sakhizada_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۲:۴۷
iamge

 

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د سیدجمال الدین پوهنتون د غونډو تالار کې جوړه شوې وه،د یاد پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري وویل:«د خوشحالۍ ځای دی چې د ننګرهار پوهنتون په هلو ځلو د کونړ سیدجمال الدین پوهنتون کې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په چوکاټ کې سولې مرکز د محصلینو ظرفیت لوړونې په موخه جوړشو.»

نوموړي د ننګرهار پوهنتون سولې پر فعالیتونه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې کونړ پوهنتون د یاد مرکز له چارو ننګه کوي او په دې برخه کې له ننګرهار پوهنتون سره هر راز همکارۍ ته تیار دی.

د نوموړي په وینا چې جنګ د ټولنې د بربادۍ اصلي لامل دی،نو د دې لامل د ختمولو له پاره باید سولې ته تلپاتې کار وشي،چې د سولې مرکز فعالیتونه همدې تلپاتې سولې له پاره اړین بلل کېږي.

په یاده غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاندډاکټر خلیل احمد بهسودوال هم خوښي وښوده چې کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتتون کې د سولې مرکز جوړ شو.

ښاغلی بهسودوال وویل چې د ننګرهار پوهنتون د اوسنیو پرمختګونو اصلي لامل د ننګرهار پوهنتون سولې مرکزدی.

نوموړي زیاته کړه چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز د محصلینو له فکري روزنې سره هغوی ته په ټولنه کې د خیررسونې ذهنیت هم ورکوي،تر څو ټولنه کې له بې وزلو هېوادوالو سره مرستې وکړي،چې ښې بیلګې یې د وینو کمپاینونه،بې وزلو سره نقدي مرستې او دکتابونو راټولو کمپاینونه دي.

د ننګرهار پوهنتون رییس زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم د یاد پوهنتون سره دوی د مرستو تفاهملیکونه لاسلیک کړي چې د محصلینو د څېړنو او واکسینونو سروي ګانو یې د یادونې وړ دي.

د ننګرهار پوهنتون رییس هیله وښودله چې د کونړ پوهنتون سیدجمال الدین افغاني پوهنتون سولې مرکز به هم د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په شان د پوهنتون په پرمختګ کې عمده رول ولوبوي.

د کونړ والي ښاغلی محمد اقبال سعید د غونډې برخه والو ته په خپلو خبرو کې وویل چې افغانان سولې ته ډېره اړتیا لري،نو باید سولې ته له عملي مرکزونو کار وشي.

هغه زیاته کړه چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز فعالیتونه زموږ ټولنې اړتیاوو ته په کتو برابرشوي،چې په دې برخه کې د ننګرهار پوهنتون مسوولینو هلې ځلې د قدر وړ دي.

د کونړ والي زیاته کړه چې کونړ کې شته جرګې چې ښې پایلې لرلې باید د مقالو په شکل د یاد مرکز محصلینو له خوا وړاندې شي،همدارنګه د نړیوالو جګړو په اړه مقالې ،کنفرانسونه ،ټریننګونه او ورکشاپونه دایر شي.

د ننګرهار پوهنتون پخوانی رییس او د طب پوهنځي استاد پوهنمل داکټر یحیی فهیم د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د سولې مرکز د علمي او ټولنیزو برنامو په پایله کې ننګرهار پوهنتون کې اوس دسپلیني سزا صفر ته ښکته شوې ده،ځکه اوس محصلین په علمي او ټولنیزو کارونو بوخت دي.

نوموړي وویل چې سولې مرکز د ننګرهار پوهنتون په هر اړخیز بدلون کې مثبت رول لوبولی،نو هیله ده چې کونړ کې هم یاد مرکز همدا شان بدلونونه راولي.

ښاغلی فهیم زیاته کړه :«د خوشحالۍ ځای دی چې د سولې مرکز د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په چوکاټ کې کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون کې جوړ شو.»

هغه دلوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې په یاد پوهنتون کې د ځنګلونو د ساتنې پوهنځی دې هم جوړ کړي.

په غونډه کې قومي مشر او د کونړ پخوانی والي حاجي محمد روزي صافی،د ولایتي شورا منشي جمال الدین سیار او په مشرانو جرګه کې پخوانی سناتور رفیع الله حیدري هم ویناوال ول.

په یاده غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سید اکرم هاشمي،د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد او د سولې مرکز مسوول پوهندوی نعیم جان سروري، د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د سولې مرکز ماستر ټرینر پوهنیار دوکتور محمد دوست صافی،د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد او د سولې مرکز د ځوانانو روزونکی پوهنیار احمد جمیل پوپلزی او د کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون درانه استادان هم ګډونوال وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۲:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

ه یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د دې پوهنتون د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او توضیح درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غړو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ اصلي او ۴۱ فرعي معیارونو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu