د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د فزیک څانګې محصلینو ۸ ډوله سنسرونه جوړ او په بریالي ډول وازمویل

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۰:۳۳
mage

 

یاد سنسرونه د فزیک څانګې د درېمې دورې فارغانو د پروژو دفاع پر مهال نندارې ته وړاندې شول.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د ساینس پوهنځي د فزیک له څانګې سږ کال ۴۳ تنه فارغېږي، چې ټولو یې په ورته نورو پروژو کار کړی، چې په نوبت سره به دفاع او نندارې ته وړاندې شي.

په همدې مناسبت د ساينس پوهنځي کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ساينس پوهنځي د رئيس، استادانو او محصلينو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي هم برخه لرله.

د پرانیستې وینا پر مهال د ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی صفت الله شاکر د محصلینو د پروژو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل: یاد سنسرونه، چې د لمس، محافظتي، تودوخې، اوبو اندازې او د ساده ولټ مټر سنسرونو په نوم جوړ شوي، د کورونو او نورو ځایونو د خوندیتوب لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

ښاغلي شاکر زیاته کړه: سره له دې چې ساینس نوتاسیسه پوهنځی دی، خو د کمو امکاناتو سره سره یې محصلین زیاتې لاسته راوړنې لري.

د سنسرونو جوړوونکو محصلینو فضل الله فضلي، عبدالصمد روان او محب الله شهیر د خپلو پروژو څخه د دفاع پر مهال وویل، چې د دوی له خوا جوړ شوي سنسرونه د هېواد په کچه نوي او د نړیوالو هغو سره په توپیر جوړ شوي.

د ښاغلي فضلي په وینا، له ملګرو سره یو ځای د پوهنتون لپاره په یوه FM راډیو دستګاه او د پوهنځیو لپاره د برېښنايي محافظتي سیستم په جوړولو کار کوي او که زمینه ورته برابره شي، له دې نور زیات نوښتونه او اختراعات هم کولی شي.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د محصلینو یاد ابتکارات وستایل او دا یې د ننګرهار پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي وویل: ((د پوهنتون دنده د مسلکي کادرونو روزنه ده، د ویاړ ځای دی، چې ننګرهار پوهنتون په کار پوه او برلاسي علمي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي.))

پوهاند بهسودوال د یادو محصلینو د لارښودو استادانو پوهنمل محمد جواد نیازي او پوهنیار منصور ظاهرزي او همدارنګه د ساینس پوهنځي له مشرتابه او استادانو مننه وکړه، چې د محصلینو په روزنه کې یې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي دي او ژمنه یې وکړه، چې د پوهنځي د لابراتوارونو او نورو برخو د تجهیز په برخه کې به اړین اقدامات ترسره کړي.

د غونډې په پای کې د پوهنتون د مشرتابه له خوا درې تنه یاد مبتکر محصلین د ستاینلیکونو په ورکړې سره تقدیر شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu