د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په دې پوهنتون کې د څېړنیز مرکز له ودانۍ څخه لیدنه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۲:۵۰
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د پوهنتون د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا په پوهنتون کې د څېړنیز مرکز ودانۍ څخه، چې چارې یې نهايي مرحلې ته رسېدلي، لیدنه وکړه.

له دې لیدنې څخه موخه یاد څېړنیز مرکز ته د تجهیزاتو او وسایلو براورد او د اړتیاوو ارزونه وه، چې راتلونکي کې څېړونکو استادانو او محصلینو لپاره یو پرمختللی او اغېزمن تحقیقاتي چاپېریال رامنځ ته کړي.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مسؤلینو د شهید افسرخان ستانکزي خیریه بنسټ له مشرتابه مننه وکړه، چې په خپلو مالي امکاناتو یې د ننګرهار پوهنتون یوه اساسي اړتیا پوره کړه او په عصري او باکیفیته توګه یې د څېړنیز مرکز ودانۍ رغنیزې چارې نهايي مرحلې ته ورسولې.

د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز وداني  د پوهنتون رهبرۍ په هلو ځلو د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې جوړېږي، چې د استادانو او محصلینو له لوري به په کې څېړنيز فعاليتونه ترسره کيږي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون کمېټو او مستقلو آمریتونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح ورکشاپ پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمریت او مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په ګډو هڅو د دې پوهنتون د کمېټو او مستقلو آمریتونو (۲۵) تنو مسؤلینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۱ کادري بستونو لپاره له ۴۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، لغمان، کندوز، میهن او افغان پامیر امارتي او خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، انجنیري او کمپیوټر ساینس پوهنځیو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۳۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د ساري ناروغیو مخنیوي او لومړنیو روغتیايي مرستو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو چارو امریت اړوند د وړتیا لوړونې او ارزونې عمومي مدیریت له خوا اداري او خدماتي کارکوونکو ته د ساري او انتاني ناروغیو. . .

BACK TO NEWS

User account menu