د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په دې پوهنتون کې د څېړنیز مرکز له ودانۍ څخه لیدنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار او د پوهنتون د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا په پوهنتون کې د څېړنیز مرکز ودانۍ څخه، چې چارې یې نهايي مرحلې ته رسېدلي، لیدنه وکړه.
له دې لیدنې څخه موخه یاد څېړنیز مرکز ته د تجهیزاتو او وسایلو براورد او د اړتیاوو ارزونه وه، چې راتلونکي کې څېړونکو استادانو او محصلینو لپاره یو پرمختللی او اغېزمن تحقیقاتي چاپېریال رامنځ ته کړي.
د لیدنې پر مهال د پوهنتون مسؤلینو د شهید افسرخان ستانکزي خیریه بنسټ له مشرتابه مننه وکړه، چې په خپلو مالي امکاناتو یې د ننګرهار پوهنتون یوه اساسي اړتیا پوره کړه او په عصري او باکیفیته توګه یې د څېړنیز مرکز ودانۍ رغنیزې چارې نهايي مرحلې ته ورسولې.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار پوهنتون کې د څېړنیز مرکز وداني د پوهنتون رهبرۍ په هلو ځلو د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې جوړېږي، چې د استادانو او محصلینو له لوري به په کې څېړنيز فعاليتونه ترسره کيږي.