د ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې، سرسبزۍ او رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۲:۱۳
iamge

 

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او د کرنې پوهنځي د مسؤلینو او استادانو په ملتیا ددې پوهنتون د چاپېریال ساتنې، سرسبزۍ او رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د پوهنتون مشرتابه د بېلابېلو پوهنځیو مسؤلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د چاپېریال د پاکۍ، نیالګیو کېنولو او زرغونتیا سپارښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د اقتصاد پوهنځي د نوې جوړېدونکې ودانۍ چارې له نږدې ولیدې او د ودانیز شرکت مسؤلینو ته یې د پلان او نقشې سره سم پر وخت د کارونو د بشپړولو سپارښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۱۰:۰
Background image

د خواشينۍ او غمشریکۍ پیغام!

 

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې متقاعد استاد پوهاند ګلاب شاه سبحاني د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون او په افغانستان کې د اندونیزیا سفارت تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به ننګرهار پوهنتون او د اندونیزیا هېواد ځینې پوهنتونونه په علمي، تدریسي، څېړنو، تحصيلي بورسونو او نورو برخو کې ګډ کار او متقابله همکاري کوي.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۳۵
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د نومیالي غازي میرزمان خان څلی پرانیستل شو.

 

یاد څلی، چې کوچنی تفریحي پارک هم لري، د زماني فاونډیشن په مالي مرسته د تېرو څلورو میاشتو په موده کې جوړ او نن ورځ (یکشنبه د حمل په ۲۲مه) د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل. . .

BACK TO NEWS