د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د ۴ کادري بستونو لپاره له ۳۴ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱ - ۱۰:۱۰
image

 

یاده ازموینه د غويي په ۳۱مه نېټه د امام ابوحنیفه (رح) په تالار کې په داسې حال کې واخیستل شوه، چې د پوهنتون د مشرتابه، مرستیالانو او د ژورنالېزم پوهنځي د مسؤلینو او استادانو سربېره د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو د قدرمن معین صاحب د مستقیم نظارت او لارښوونو په رڼا کې یې د ژورنالېزم پوهنځي د استاذانو او ټاکل شوي ممتحنه هیئت سره په ګډه د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي.

نوموړي د ازموینې پروسې په اړه کاندیدانو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې ازموینه به په تمامه معنی شفافه واخلي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي قاضي خالد صداقت او د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ګډونوالو کاندیدانو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخلي، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۱:۵۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې (له شمېرو څخه تر بصیرته) سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.

یاد سیمینار د جرمني هېواد د هېلمټ شمېډټ پوهنتون د الکترو مقناطیسي ساحو د څانګې د دوکتورا دورې افغان څېړونکي او ساینسپوه دوکتور محمد فرهاد ځاځي له خوا د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د تعلیم الاسلام کتاب سیالي ترسره شوه.

یاده سیالي د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو انسجام او همغږۍ ریاست په نوښت ددې پوهنتون په لوبغالي کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون د اړوندو پوهنځیو څه دپاسه ۱۵۰۰ تنو محصلینو او ځوانانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي کمېټې غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون فرهنګي مرکزي کمېټې د دې کمېټې د مشر پوهندوی دوکتور همایون حامد په مشرۍ زراعت پوهنځي کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د پوهنتون او پوهنځیو په کچه په یو لړ فرهنګي او کلتوري. . .

BACK TO NEWS

User account menu