د ننګرهار پوهنتون د مرکزي کمپس د چوکونو او ګلدانونو د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمېټې مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي د یادو رغنیزو چارو لیدنه وکړه، مسؤلینو او کاریګرو ته یې په ښه کیفیت او خپل وخت د چارو د ترسراوي سپارښتنه وکړه.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت