د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون مشرتابه سره کندهار ولایت ته د خپل سفر راپور شریک کړ.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۵:۸
picture

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، دوه تنو استادانو او (۱۵۲) تنو ممتازو محصلینو په ملتیا کندهار ولایت ته ۱۵ ورځنی سفر او علمي سیر درلود، چې پر مهال یې د هېواد منل شویو جیدو علماوو او شیوخو له لوري یادو محصلینو ته په دیني، عقیدوي، تربیتي او اصلاحي برخو کې د ظرفیت لوړونې برنامې ارایه  اوتدریس وشو.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي یاد سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او د پوهنتون مشرتابه سره یې د هغې په اړه بشپړ معلومات شریک کړل.
نوموړي د یا سفر موخې، ګډونوالو، د سفر پلان او مهال وېش، د وړاندې شویو درسونو تفصیل، ګډونوالو نظریاتو، تجربو او د سفر پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني له لوري یې مثبته ارزونه وشوه.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني د خپلې وینا پر مهال د یاد سفر په اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د محصلینو په هر اړخیزه وده کې اغېزمن وباله.
نوموړي راتلونکي کې هم محصلینو لپاره د ورته معنوي او علمي برنامو په  ایجاد باندې ټینګار وکړ.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu