د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون مشرتابه سره کندهار ولایت ته د خپل سفر راپور شریک کړ.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ددې پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، دوه تنو استادانو او (۱۵۲) تنو ممتازو محصلینو په ملتیا کندهار ولایت ته ۱۵ ورځنی سفر او علمي سیر درلود، چې پر مهال یې د هېواد منل شویو جیدو علماوو او شیوخو له لوري یادو محصلینو ته په دیني، عقیدوي، تربیتي او اصلاحي برخو کې د ظرفیت لوړونې برنامې ارایه اوتدریس وشو.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي یاد سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک وباله او د پوهنتون مشرتابه سره یې د هغې په اړه بشپړ معلومات شریک کړل.
نوموړي د یا سفر موخې، ګډونوالو، د سفر پلان او مهال وېش، د وړاندې شویو درسونو تفصیل، ګډونوالو نظریاتو، تجربو او د سفر پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني له لوري یې مثبته ارزونه وشوه.
د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي مهربان شاه مدني د خپلې وینا پر مهال د یاد سفر په اهمیت خبرې وکړې او هغه یې د محصلینو په هر اړخیزه وده کې اغېزمن وباله.
نوموړي راتلونکي کې هم محصلینو لپاره د ورته معنوي او علمي برنامو په ایجاد باندې ټینګار وکړ.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت