د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د نظم او دسپلین کمېسیون ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۵
Picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس سربېره د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او کمېټې غړو برخه درلوده، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو اړوند د اصولو او مقرراتو څخه د سرغړونو او انظباطي قضیو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــــ/یخ انعام الله مدني په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل په ارزښت خبرې وکړې او په تدریسي او کاري ساحو کې یې د نظم او دسپلین رامنځ ته کېدو په موخه د ټولو معیارونو او ارزښتونو په پلي کولو ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د نظم او دسپلین کمېسیون د موجوده پالیسۍ، نظم او دسپلین طرزالعملونو بهتر والي او هر راز ستونزو د مخنیوي په موخه لازم نظریات وړاندې شول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د محصلینو د نظم او دسپلین پر یو شمېر کیسونو باندې بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي لیدنه او ارزونه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/ـیخ انعام الله مدني په داسې حال کې، چې د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي یې ملتیا کوله، ددې پوهنتون د پوهنځیو د ارزونې په لړ کې د عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۹:۵۳
Background image

د روشن مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون تفریحي پارکونو سره د چوکیو او چتریو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې، چې ۲۰ پایې درې نفري چوکۍ او ۲۰ پایې سایه دارې چترۍ شاملې دي، نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنتون رهبرۍ ته وسپارل شوې.

په همدې پار د ننګرهار پوهنتون ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۹:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د څېړنې پېژندنې ۳ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون د ساینسي او اجتماعي علومو پوهنځیو ۳۰ تنو استادانو ته ددې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له لوري دایر شوی؛ پر مهال یې د تحقیق اساسات، اصول، ډیزاین،. . .

BACK TO NEWS

User account menu