د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د نظم او دسپلین کمېسیون ددې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۳:۵۵
Picture

په یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د رئیس سربېره د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو او کمېټې غړو برخه درلوده، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د محصلینو اړوند د اصولو او مقرراتو څخه د سرغړونو او انظباطي قضیو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــــ/یخ انعام الله مدني په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل په ارزښت خبرې وکړې او په تدریسي او کاري ساحو کې یې د نظم او دسپلین رامنځ ته کېدو په موخه د ټولو معیارونو او ارزښتونو په پلي کولو ټینګار وکړ.
د غونډې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د لیلیې د نظم او دسپلین کمېسیون د موجوده پالیسۍ، نظم او دسپلین طرزالعملونو بهتر والي او هر راز ستونزو د مخنیوي په موخه لازم نظریات وړاندې شول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د محصلینو د نظم او دسپلین پر یو شمېر کیسونو باندې بحث او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu