د ننګرهار پوهنتون د دوکتورا پروګرام دویم فارغ خپل پایلیک دفاع کړ

sakhizada_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۹:۵۷
image

 

پوهاند نقیب الله ثاقب د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون دوکتورا پروګرام د دویم فارغ په توګه له خپل پایلیک څخه په بریالي ډول دفاع وکړه.

په همدې مناسبت د پوهنتون د غونډو په تالار کې یو لړ مراسم جوړ شوي وو، چې د پوهنتون او شرعیاتو پوهنځي د مشرتابه، استادانو او محصلانو سربېره په کې د کابل او ځینو نورو پوهنتونونو استادانو، علماوو او پوهانو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د دفاع غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د فقهې او قانون څانګې څخه د Phd په سویه د علمي کادرونو فراغت د ننګرهار پوهنتون او د ټول هېواد لپاره د ویاړ او افتخار ځای وباله.

نوموړي وویل: د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دوکتورا پروګرام کې اوس مهال ۱۰ تنه په زده کړو بوخت دي او ۱۹ تنه یې په دوه دورو کې له تدریسي پروسې فارغ کړي دي.

پوهاند بهسودوال زیاته کړه: د پوهنتون اداره هڅه کوي، چې د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو ته پراختیا ورکړي، چې په نږدې راتلونکې کې به د تفسیر او حدیث او پښتو ژبې او ادب څانګو کې د دوکتورا د دوه نورو پروګرامونو او په یو شمېر نورو پوهنځیو کې د ماسترۍ برنامو د پیل شاهدان واوسو.

نوموړي د شرعیاتو پوهنځي د مشرتابه او ادارې مننه وکړه، چې د پیاوړو علمي کادرونو په لرلو سره د لیسانس، ماسترۍ، دوکتورا او شپې پوهنځیو په پروګرامونو کې د هېوادوالو په روزنه بوخت دي او په اړونده برخه کې د ګڼو لاسته راوړنو لرونکي دي.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقهې او قانون څانګې دوکتورا برنامې آمر پوهاند دوکتور دل آقا وقار او د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور ودیر صافی د غونډې نور ویناوال وو، چې د موضوع په تړاو یې خبرې وکړې.

د غونډې په وروستۍ برخه کې پوهاند نقیب الله ثاقب له خپل پایلیک دفاع وکړه او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې، چې د ژوري هیئت له خوا یې دفاع مثبته ارزیابي شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu