د ننګرهار پوهنتون د خصوصي تحصیلي موسساتو د څارنې او ارزونې کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.
په نوموړې کاري ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت او د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح هم په کې برخه لرله، د ننګرهار ولایت د خصوصي تحصیلي موسسو د څارنې او ارزونې بهیر پر پیاوړتیا، د استادانو استخدام او د یادو موسساتو له خوا د رالېږل شوي مالي طرزالعمل پر موضوعاتو سربېره د ځینو موسساتو د محصلینو پر شکایتونو بحث او خبرې وشوې.
د پوهنتون مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي د کمېټې د فعالیتونو او د هغې په پایله کې د رامنځته شویو اصلاحاتو او لاسته راوړنو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د یادو بنسټونو د چارو د پیاوړتیا او معیاري کېدا لپاره له دې زیاتو هلو ځلو ته اړتیا ده.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د کمېټې د غړو له خوا د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د څارنې او ارزونې ګزارش د پوهنتون مشرتابه سره شریک شو او همدارنګه د خصوصي تحصیلي موسساتو له خوا رالېږل شوی مالي طرزالعمل د اصلاح او تعدیل وروسته تائید شو.
