د ننګرهار پوهنتون بشپړ اکاډميک اعتبار اخیستل د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شو

sakhizada_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۸:۴۶
image

 

د هېواد په کچه د لوړو زده کړو د تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو پروسې په درېيم پړاو کې په لوړو نومرو د ننګرهار پوهنتون بريا او بشپړ اکاډميک اعتبار اخیستل د لیندۍ په ۲۹مه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ددې پوهنتون په انګړ کې ونمانځل شو.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، محصلانو او اداري کارکوونکو سربېره د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي، د ولایت مقام اداري او مالي مرستیال، د ولایتي ادارې رئیسانو، د یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو رئیسانو، علماوو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو برخه لرله.

د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د غونډې برخوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د پوهنتون د یادې سترې بریا او لاسته راوړنې مبارکي وویله او د تضمین کیفیت پروسې په درېو پړاوونو کې یې د ننګرهار پوهنتون په علمي مزل رڼا واچوله.

نوموړي د اکاډمیک اعتبار اخیستل د پوهنتون د ټولو منسوبینو، له رهبرۍ او استادانو نیولې د اداري او خدماتي کارکوونکو پورې د ټولو ښاغلو او آغلو د هلو ځلو او زحمتونو پایله وګڼله، چې ننګرهار پوهنتون په لوړو (۸۹.۵) نمرو بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړ او زیاته یې کړه، چې د یاد سند نه په ګټې اخیستنې په پوهنتون کې نوي پوهنځي، دیپارتمنتونه، د فوق لیسانس نورې برنامې رامنځته کړي او یو شمېر پوهنځي به پوهنتونونو ته لوړ کړي.

د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل د ننګرهار پوهنتون له مسئولينو څخه مننه وکړه، چې په هڅو يې د لوړو زده کړو تضمين کيفيت او اعتبار ورکولو پروسې په درېيم پړاو کې لوړې نمرې ترلاسه کړې او د همدې بريا له امله يې ټولو ته مبارکي ورکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د ننګرهار پوهنتون تر ډېرو لوړو ژورو ګاللو وروسته ياد معيار ترلاسه کړی او د پوهنتون مسئولينو څخه يې وغوښتل، چې د دې بريا ساتلو ترڅنګ د سيمې او نړۍ په کچه د اعتبار تر لاسه کولو په موخه هڅې وکړي.

ده همدا راز ډاډ ورکړ، چې ولايتي اداره به د پوهنتون د ځمکو غصب څخه د خلاصون، انکشافي پروګرامونو تطبيق او نورو برخو ته په ټول توان سره پاملرنه وکړي.

د ننګرهار مالي او اداري مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د جمهور رئيس محمد اشرف غني، د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د لوړو زده کړو وزارت د علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی سيد اکرم هاشمي د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار پيغامونه ولوستل، چې په کې د مبارکۍ ترڅنګ دې پوهنتون سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شوی و.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرؤف شپون او نبي االله باز، د ولايتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال، دیني عالم مولوي عزیز الرحمن او د ننګرهار پوهنتون د فارغانو ټولنې مرستیال ډاکتر حسیب الله تره کی د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو د پوهنتون د یادې لاسته راوړنې ستاينه وکړه او په خپله برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د غونډې په دویمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي له خوا جوړ شوی د پوهنتون مستند نندارې ته وړاندې شو او په وروستۍ برخه کې د پوهنتون یو شمېر مسؤلین او استادان د ننګرهار والي او د پوهنتون ادارې له لوري د ښو کړنو له امله په درېمه درجه تقديرنامو، ستاینلیکونو او مډالونو وویاړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۸:۱۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون او امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې نوي رئیسان د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم په اساس د امام ابوحنیفه رحمه الله دیني جامعې مخکینی رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو علمي کادر غړو ته (د څېړنیزې ستونزې پېژندنه او عنوان ټاکنه) تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ چې د علمي څېړنو معاونیت په نوښت او د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په کوربتوب د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې ترسره شو، د دې پوهنتون د ۱۴ ګونو پوهنځیو او خصوصي. . .

BACK TO NEWS

User account menu