د ننګرهار پوهنتون او کنفوسیوس انستیتیوت تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۰:۵۰
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به د کنفوسیوس انستیتیوت د یو کال لپاره د چینایي ژبې د زده کړې په برخه کې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلین روزي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال او د کابل پوهنتون د کنفوسیوس انستیتیوت د مشر یوسف رهنورد تر منځ په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد عارف حازم او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مسؤل پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي هم حضور درلود.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کنفوسیوس انستیتیوت له مشرتابه مننه وکړه، چې له تېرو درېو کلونو راهیسې د چینايي ژبې د زده کړې په برخه کې د ننګرهار پوهنتون سره مرسته او همکاري کوي.

پوهاند بهسودوال له ښاغلي رهنورد غوښتنه وکړه، چې د چینايي ژبې کورس دې د ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې په یوه دیپارتمنت بدل شي.

نوموړي چين د افغانانو ځواکمن ګاونډى هېواد ياد کړ، چې د تاريخ په اوږدو کې يې ورسره علمي، کلتوري او سوداګريزې اړيکې لرلې دي، چې د چينايي ژبې زده کړې کورس او په راتلونکې کې د چينايي ژبې ديپارتمنت به يادې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

د کنفوسیوس انستیتیوت مشر ښاغلي رهنورد ننګرهار پوهنتون ستر پوهنیز مرکز یاد کړ، چې په وینا یې، اداره یې ورسره د متقابلو علمي همکاریو لرلو لیوالتیا لري.

نوموړي د دواړه ادارو ترمنځ د علمي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ننګرهار پوهنتون وړاندیز به له خپلو مشرانو سره شریک کړي او په همدې اړه به د چین سفارت مسؤلینو سره په ګډه د درېواړو لورو تر منځ کاري ناستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

فوق لیسانس برنامو ته د بریالیو کاندیدانو د نوم لیکنې خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اړوند ماسترۍ ۹ برنامو لپاره د (۱۴۰۵) کال ازموینې په پایله کې بریالیو کاندیدانو ته خبر ورکول کیږي، چې یادو برنامو ته سر له نن پنجشنبه د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه نوم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

BACK TO NEWS

User account menu