د ننګرهار پوهنتون او روټري کلب ادارې تر منځ د ګډو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

nu_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۰:۲۷
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به د راتلونکو درېو کلونو لپاره دواړه ادارې د انګليسي ژبې زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د محصلينو روزنې ته دوام ورکوي.

ياد تفاهمليک د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او په ننګرهار کې د روټري کلب ادارې مسؤل انجنیر عبدالقیوم الماس له خوا په داسې حال کې، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئيس پوهنوال کریم الله بیدار او د پوهنتون د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنیار ډاکتر محمد دوست صافي هم حضور درلود، لاسليک شو.

د هوکړه ليک د موادو له مخې به ننګرهار پوهنتون او د لاهويه ګلډن ټراينګل روټري کلب بنسټ په ګډه د راتلونکو درېو کلونو لپاره د ننګرهار پوهنتون استادانو او محصلانو ته د انګليسي ژبې او معلوماتي ټکنالوژۍ زده کړې کورسونه جوړوي او دغه راز به په يو شمېر نورو علمي او رغنيزو برخو کې له ننګرهار پوهنتون سره مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۲:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

ه یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د دې پوهنتون د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او توضیح درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غړو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ اصلي او ۴۱ فرعي معیارونو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu