د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس ددې پوهنتون د مشرتابه له خوا وستایل شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۰ - ۷:۵۵
image

 

د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل، چې د یاد پوهنځي د ودانۍ پروژې په منظورۍ، تطبیق، د چارو نظارت او بشپړتیا په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې، د پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال له خوا د ستاینلیک په ورکړې سره تقدیر شو.

پوهاند بهسودوال د ښاغلي نورمل او دده د همکار ټیم نه مننه وکړه، چې په هلو ځلو یې یاده وداني د ګڼو ستونزو او ننګونو سره سره د بشپړتیا تر بریده ورسېده.

د اقتصاد پوهنځي رئیس او استاد پوهنوال محمد زبیر نورمل د پوهنتون له مشرتابه مننه وکړه، چې تل یې خپل استادان هڅولي او ستایلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د اقتصاد پوهنځي ودانۍ د جوړېدو پر وړاندې پرتو ستونزو په هواري کې د ګڼو مشرانو او د پوهنځي د همکارو استادانو د هلو ځلو سربېره که د پوهنتون د مشرتابه مرسته او ملاتړ نه وی، یاده پروژه په بریالۍ توګه نه بشپړېده.

پوهنوال نورمل د پوهنتون د رهبرۍ نه د مننې تر څنګ د نوې جوړې شوې ودانۍ لپاره د تجهیزاتو تدارک او د خواوشا د سرسبزۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ورسره په اړونده برخه کې د عاجلو اقداماتو ژمنه وشوه.

د يادونې وړ ده، چې په نوموړې ستاينغونډه کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال، د محصلانو چارو مرستيال او د اقتصاد پوهنځي ځینو استادانو هم برخه لرله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۷:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د پایلو پر بنسټ او محصل محورۍ (OBE-SCL) تدریسي تګلارو د زده کړې ۱۲ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

یاد ورکشاپ د پوهنتون د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) په نوښت د سپین غر لوړو زده کړو موسسې استادانو ته جوړ شوی ؤ.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۷:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د HEMIS سیستم دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو ریاست په نوښت ددې پوهنتون د محصلانو د خدمتونو انسجام آمریت کې جوړ شوی، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د کونړ، لغمان او نورستان پوهنتونونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون پلان او پالېسۍ کمېټې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال مسعود پیروزي. . .

BACK TO NEWS