د ننګرهار پوهنتون اداري او د تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۱۳
image

 

په نوموړو کاري ناستو کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي، د پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او اداري کارکوونکو په کې برخه لرله، د پوهنتون د مالي، اداري، تدریسي، د استادانو د تقرر او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د پوهنتون د تدریسي بهیر کیفیت ښه والی، اداري چارو تنظیم او چټکوالی، پر وخت د محصلینو د بدل اعاشې اجراء، د اضافه کارۍ د توزیع راپور، د استادانو د تقرر څلور کیسونه او یو لړ نور متفرقه مسایل د دواړو مجلسونو د بحث عمده ټکي وو، چې له بحث او پرېکړو وروسته د بعدي اجرااتو په موخه اړوندو څانګو ته محول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو ته دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د یو سيمینار پر مهال د اعتکاف، قدر شپې او سرسایې په هکله معلومات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu