د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر او انفکاک مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۹:۱۲
iamge

 

په یادو کاري ناستو کې د پوهنتون د مشرتابه سربېره د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د اړوندو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او ځینې اداري کارکوونکو هم برخه لرله.

د مجلسونو پرانیسته د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په وینا سره وشوه او ورپسې د پوهنتون د علمي کادرونو د تقرر او انفکاک پر کیسونو، د فوق لیسانس او شپې برنامو د درسونو د پیل، د نوي مالي کال لپاره د پوهنځیو د اړتیاوو وړاندیز کولو، د استادانو او اداري کارکوونکو د حاضرۍ، چاپېریال ساتنې او یو لړ نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu