د ننګرهار پوهنتون اداري، تقرر- انفکاک او نظم او دسپلین مجلسونه ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شول.

په یادو کاري ناستو کې، چې د لړم په ۳ مه نېټه د پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شوې، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د محصلانو چارو مرستیال سید محمد قاسم هاشمي، د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او ځینو اداري امرینو په کې برخه لرله.
د استادانو او اداري کارکوونکو له خوا HEMIS سیستم تطبیق ته ځانګړې پاملرنه، د دیپلوم، ترانسکریپټ او د هویت کارتونو چاپولو په اړه د لوړو زده کړو وزارت نوې پرېکړه، د مرکزي لیلیې د ۸ بلاکونو بیارغونه، د تېر اداري مجلس د پرېکړو تطبیقي ګزارش، د استادانو د تقرر او انفکاک ۱۴ او د نظم او دسپلین ۱ کیسونه د یادو مجلسونو عمده موضوعات وو، چې په اړه یې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.