د ننګرهار علماوو او قومي مخورو جلال آباد ښاروال او د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي مرستیال وستایل.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۸:۲۳
Picture

د ننګرهار د ولسونو په استازیتوب ددې ولایت د بېلابېلو سیمو علماء کرامو، قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو د جلال آباد ښاروال الحاج مـ.ـلا نعمت الله اخنـ.ـد او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د کړنو او لاسته راوړنو تقدیر او ستاینه وکړه.

یاد شخصیتونه د یوې سترې غونډې په ترڅ کې، چې د چنګاښ په ۲۶مه نېټه د ننګرهار پوهنتون د غونډو تالار کې جوړه شوې وه او ددې پوهنتون د مسؤلینو، استادانو او محصلینو سربېره په کې د ننګرهار ولایت علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو برخه لرله، د اعزاز پګړیو په سرولو سره وستایل شول.

د غونډې د پرانیستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح د مکافاتو او مجازاتو د اصل په ارزښت خبرې وکړې او د بیارغونې او پرمختګ په برخو کې یې د یادو مسؤلینو د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي وويل: جلال آباد ښاروال الحاج مـ.ـلا نعمت الله اخنـ.ـد په ډېر کم وخت کې د ښار د ښکلا، نظم او بیارغونې او همدارنګه د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت د ننګرهار پوهنتون د علمي او تدریسي چارو د همغږۍ، اداري او مالي چارو اصلاح، بیارغونې، چاپېریال ساتنې، ښکلا او سمسورتیا او نورو بېلابېلو برخو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او خدمتونه ترسره کړي، چې مونږ یې تقدیروو.

ښاغلي ناصح د جلال آباد ښاروال د هغو مرستو او همکاریو ځانګړې یادونه وکړه، چې جلال آباد ښاروال د ننګرهار پوهنتون سره کړي او په وینا یې، چې اوس هم دوام لري.

نوموړي د ننګرهار د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو مننه وکړه، چې د کار او زیار خلک ستایي او ستایل شویو ته یې د الله تعالی له درباره د اجر او په راتلونکې کې د لا زیات خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه.

د علماوو شورا مشر م/ولوي علامحمد مجیدي، دیني عالم او د پوهنتون استاد ش/یخ ضیاءالله حکیمي، دیني عالم م/ولوي عبدالصبور مظهري، مف/تي عبدالوهاب منیب، مف/تي حبیب الله مختار، د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي اخترمحمد شینواری او د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار سراج سمسور د غونډې نور ویناوال وو، چې ټولو په خپل وار د جلال آباد ښاروال او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال د کړو خدمتونو ستاینه وکړه او د علماوو او ولسونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

جلال آباد ښاروال او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال د ننګرهار د علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو مننه وکړه، چې د دوی کړنې يې وستايلې.

نوموړو د هېواد او ولس خدمت لویه نېکمرغي او سعادت وباله او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې علماوو او قومي مشرانو جلال آباد ښاروال الحاج مـ.ـلا نعمت الله اخنـ.ـد او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت ته د ښو خدمتونو په پار د اعزاز پګړۍ په سر کړې او هغوی ته یې د لا زیاتو خدمتونو د ترسراوي دعا وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۱:۲۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ، چې دوه اوونۍ به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شو.

د ټورنمنټ د پرانیستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته ( په اسلامي تاریخ او تمدن کې د افغانانو ونډه ) تر سرلیک لاندې سیمینار وړاندې شو.

په نوموړي علمي سیمینار کې، چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمریت په ابتکار جوړ شوی و، د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلګونه تنو محصلینو برخه لرله.

یاد سیمینار د افغانستان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پروسې په تازه درجه بندۍ کې د ننګرهار پوهنتون لومړي مقام اخیستلو په ویاړ د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو څخه. . .

BACK TO NEWS