د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون د فوق لیسانس برنامو بیاکتنه او ارزونه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۸:۱
image

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې ددې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح په ملتیا د ننګرهار پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا د ۷ برنامو علمي او تدریسي چارې له نږدې ولیدې او د یادو پروګرامونو د څارنې او ارزونې تر څنګ یې د هغو د لا زیات معیاري کېدو او غنامندۍ په اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د لیدنې پر مهال دکتور خیرخواه د فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضا او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې او تجارت او عربي ژبې او ادب څانګو د ماسترۍ او د فقهې او قانون څانګې د دکتورا پروګرامونو د نصاب او کریکولم، تدریسي بهیر، درسي صنفونو، کتابتونونو، تحقیق او تیزس لیکنې مراحلو او نورو بېلابېلو برخو ارزونه وکړه.

نوموړي دغه راز د یادو پروګرامونو د مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره ولیدل او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح د یادو پروګرامونو په اړه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په ١٣٩١ لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو. اوس مهال د ماسترۍ شپږ پروګرامونه او یو د دکتورا پروګرام ددې پوهنتون په څلورو پوهنځيو کې فعال دي.

هغه زیاته کړه: د ماسترۍ او دکتورا په یادو پروګرامونو کې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو او د علمي او دیني مراکزو د علمي کادرونو په ګډون ۴۸۱ تنه په زده کړو بوخت دي او ۸۹۰ تنه یې فارغ کړي، چې د فارغانو په منځ کې نږدې ۳۰۰ تنه د هېواد د بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان او د علمي کادر غړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه په ننګرهار پوهنتون کې د فوق لیسانس برنامو د شتون او فعالیت په اړه خوښي وښوده او د پوهنتون د مشرتابه او استادانو یې مننه وکړه، چې په کور دننه یې استادانو او ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي د یادو علمي برنامو شتون په هېوادنۍ کچه ستر فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د لا زیات معیاري کېدو، پراختیا او پیاوړتیا لپاره به یې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu